IQNA

 په افغانستان کې د المصطفي نمایندگی د څیړنې برخه په څيړنیز مرکز بدل شو

10:18 - June 03, 2025
د خبر لمبر: 3491217
ایکنا - په افغانستان کې د جامعه المصطفي العالمیه د نمایندگی مشر حجت‌الاسلام والمسلمین سید عبدالحمید ثابت وویل: د نمایندگی څیړنیزې برخې په تېرو درو کلونو کې له سلو زیات علمي پروژې بشپړې کړې او د تېر کال راهیسې د فعالیتونو د پراخوالي له امله  د  څيړنې دا برخه په څيړنیز مرکز(پژوهشکده) بدله شوه   

د ایکنا د راپور په اساس، حجت‌الاسلام ثابت د قم په امین مجتمع  کې د افغان طلبه ؤ  د غونډې په ترڅ کې وویل: جامعه المصطفي د ایران د اسلامي انقلاب په برکت او د امام خمیني (ره) په نوښت سره جوړه  شوه او اوس مونږ د دغې مبارکې ادارې علمي او تعلیمي خدمتونه په ټولې نړۍ، په تیره بیا په افغانستان کې، وینو. 

هغه د تېرو څلورو کلونو د نمایندگی د لاسته راوړنو په اړه وویل: د افغانستان وضعیت، د ډېرو طالب علمانو او دیني مدرسو او د فعالیتونو د  پراخوالي په  سبب، د المصطفي نمایندگی څخه یو جامع چلند غواړي. 

هغه د نمایندگی د وروستیو بدلونونو په اړه راپور وړاندې کړ او زیاته ئې کړه: په تېرو څلورو کلونو کې نوې تګلاره حاکمه شوې او نننۍ لاسته راوړنې د شپې او ورځې هڅو پایله ده.  کرونائي بحران  او په افغانستان کې د سیاسي نظام بدلون هغه پیښې وې چې په دغو کلونو کې ورسره مخ شوي یوو. 

 هغه د المصطفی په نمایندگی کې د زرګونو کسانو د زده کړو یادونه وکړه او وې ویل: د نووڅانګو پیل، د مختلفو کچو او  سطحو رامنځته کول او طالب علمانو ته د تحصیلي سندونو ورکول د نمایندگی تعلیمي لاسته راوړنې دي. 

هغه د المصطفی له  فارغ التحصیلانو څخه د یو شمېر کسانو د افغانستان په پوهنتونونو کې د علمي هیئت په توګه د دندو ترسره کول د نمایندگی یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته ئې کړه: د څیړنیزې برخې په تېرو دریو کلونو کې له سلو زیاتو علمي پروژو بشپړول او له تېر کال راهیسې د څیړنیز  څانګې څخه څیړنز مرکز  ته لوړ شو او د فعالیتونو د پراخوالي پایله ده. 

سیدعبدالحمید ثابت، رئیس نمایندگی جامعه المصطفی العالمیه در کابل

حجت‌الاسلام ثابت وویل: په افغانستان کې د نمایندگی په چوکاټ کې د خوئيندو د  زده کړو زمینه برابره شوې او اوس مهال د نمایندگۍ له نیمائي زیاتې زده کوونکې خوئيندې او میرمنې  دي. 

هغه زیاته کړه: حتی په سختو شرایطو کې هم د کیفیت او کمیت له پلوه لوي کارونه  کیدلی شي. که مونږ د جهادي روحیې درلودونکي واوسو، نتیجه به حتمي وي. په خوشبختۍ سره، په افغانستان کې د نمایندگئ په چوکاټ کې لوي علمي او کلتوري کارونه  شوي او مونږ د فعالیتونو په پراختیا او وده شاهدان  یوو. 

په دغې غونډې کې یو شمېر افغان طالب علمانو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

https://iqna.ir/fa/news/4285937

captcha